زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-12  |  2024-09-16  |  تازه شوی په: 2024/09/16 - 03:53:0 FA | AR | PS | EN
ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي             د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده             طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې             په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي             نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ            

تاريخ النشر: 2024/09/05 - 02:46:1
زيارة: 180
مشاركة مع الـأصدقاء

کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی
 کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی

انصار: ( د وږی۱۵مه)، په ۱۹۹۹ کال کې کندهار ته د یوې هندۍ الوتکې د تښتونې په اړه جوړ شوي سريال په هند کې ناندرۍ را پارولې دي، چې امله یې فلم جوړوونکی شرکت لیکلي سپیناوي ته اړ ایستل شوی دی.

ناندرۍ د الوتکې د پاکستانیو تښتوونکو د مستعارو هندو نومونو پر سر وې، چې اوس یې نېټفلېکس شرکت د هغوی اصلي او مستعار نومونه دواړه د سپیناوي په توګه د سريال د پیل یاد لیک کې ځای کړي دي.

د ای سي-۸۱۴: د کندهار هايجک (IC-814: The Kandahar Hijack) په نامه سریال تازه پر نېټفلېکس خپور شوی. دا سریال د ۱۹۹۹ کال د هغې پېښې پر کیسه جوړ شوی چې پکې پنځو تښتوونکو د هندۍ هوايي کرښې ۸۱۴ نمبر الوتنې الوتکه چې له کټمندو دوبۍ ته روانه وه، برمته او کندهار ته وتښتوله او په بدل کې يې د ترهګرۍ په خاطر هند کې د بندي مولانا مسعود اظهر په ګډون د دریو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوله.

هند تور پورې کوي چې اظهر په هند کې ګڼ بریدونه کړي او له خوشي کېدو وروسته يې د جیش محمد ډله جوړه کړې. هغه د ملګرو ملتونو لخوا هم د "ترهګر" په توګه نومول شوی.

په هغه تبادله کې د اظهر خوشي کېدل لا هم په هند کې ناندریزه موضوع ده. اپوزیسیون اوس هم لا بهارتیا جاناتا یا بي جې پي پارټي چې هغه مهال په واک کې وه په دې خاطر ګرموي. تازه د جمو او کشمير د پولیسو پخواني مشر جنرال شیش پال ویاد ویلي چې د مسعود اظهر خوشي کېدل د هند لپاره "تر ټولو شرموونکې شېبه" وه.

په هغه الوتکه کې ۱۵۴ کسان سپاره وو.

دې پېښې اووه ورځې دوام وکړ او د یوه یرغمل شوي له وژل کېدو وروسته د برمته کوونکو د غوښتنو له منل کېدو سره پای ته ورسېده.

هغه نومونه چې تښتوونکو د الوتکې تښتونې پر مهال ځان ته غوره کړي وو هندو نومونه دي. خو په هند کې د دغه سریال مخاطبان په دې غوسه وو او نیوکه يې کوله چې باید د دغو تښتوونکو اصلي نومونه چې د دوی مسلمان هویت ترې ښکاري باید کارېدلي وی.

د هند بهرنیو چارو وزارت د هغه مهال د اعلامیې له مخې د دغو تښتوونکو نومونه ابراهیم اختر، شاهد اختر سعید، سني احمد قاضي، ظهور مستري او شاکر وو. خو دوی د چيف، ډاکټر، برګر، بولا او شنکر کود نومونه کارولي او د نېټفلېکس سریال نوملړ کې هم یوازې دا نومونه کارېدلي وو.

تازه د نېټفلېکس د منځپانګې د برخې مرستیالې مونیکا شېرګېل په یوه اعلامیه کې کښلي چې د سریال پيلنۍ تشریح يې بدله کړې چې اوس پکې د دغو تښتوونکو اصلي نومونه او د دوی کودنومونه دواړه شامل شوي.

د دغه شپږو برخو لرونکي کوچني سریال لارښوونه انوباو سېنها کړې او "په وېره کې الوتنه: د یوه پیلوټ کیسه" په نامه د دغې الوتکې د پيلوټ ډېوي شاران د هغه کتاب پر بنسټ جوړ شوی چې د خبریال سرينجوی چوهدري په ملتیا یې لیکلی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33310






*
*

*



قرأ

د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي


د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان